د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۸
د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۵) کسانو ته د الکولي مشروباتو، نشه‌يي تابلیتو (تابلیتk، ذیکپ) چرسو او شيشې د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو؛ په ۲۲/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر دوه کاله او شپږو میاشتو پر تنفيذي بند او  له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.
دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۱
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه میاشت کې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه میاشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۱۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت (۱۵) ولسوالیو ابتدائيه محاکمو ته سفر وکړ

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعيب)، د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي نصیراحمد (حقاني) او د جزا دېوان مفتي مولوي محمد اصغر په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د. . .

بیا په خبرونو کی