د سترې محکمې د امنيتي او اجرائیوي چارو رياست لپاره نوی رئيس او مرستيال معرفي شول

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۹
د سترې محکمې د امنيتي او اجرائیوي چارو رياست لپاره نوی رئيس او مرستيال معرفي شول

نن ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۹مه نېټه، د یوې غونډې په ترڅ کې محترم ملا نجیب الله رفیع د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو د نوي رئیس په توګه او محترم مولوي مطیع الله فاروقي د یاد ریاست د ملکي محاکمو د مرستیال په توګه رسماً معرفي او په کار یې پیل وکړ.
د معرفت په دې غونډه کې، چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه، د سترې محکمې ګڼ شمېر منسوبینو او مسؤولینو پکې ګډون کړی و، د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس محترم مفتي عتیق الله دروېش خپله وینا واوروله. نوموړي د نويو مسؤولینو پر ټاکنه خوښي وښوده او د نظام پر ارزښت او ساتنه یې ټینګار وکړ.

مفتي عتيق الله دروېش صاحب وویل، موږ الله پاک له کلونو ستړیا او سترو شهادتونو‌ وروسته په یو داسې سپېڅلي نظام نازولي یو چې د سترو قربانیو په نتیجه کې ترلاسه شوی دی. د دې نظام د احیاء او قیام په هدف په لکهاوو شهیدان ورکړل شوي دي؛ نو داسې یو نظام د ساتنې لپاره هم سترې قربانۍ غواړي. که خدای مکړه، په داسې نظام کې د تللو شهیدانو له ارمانونو سره غدر او خیانت وشي، نتیجه به یې ډېره بده او سخته وي.
مفتي عتیق الله دروېش صاحب د ولس سره د نرم چلند په اړه زیاته کړه:
دلته هر چا درد لیدلی دی؛ کونډې، یتیمان او د شهیدانو پلرونه به ستاسو دروازې ته راځي. د الله تعالی په خاطر له دې ولس سره د رحم معامله کوئ، په نرمۍ یې پوه کوئ او له قناعت وروسته یې رخصت کوئ.

نوموړي د مشرتابه په اړه وویل، چې زموږ د نظام ځانګړنه دا ده چې ډېری مسؤولین یې حفاظ، علماء او شیوخ دي، چې دا د ولس لپاره یو ستر وياړ دی. هغه زیاته کړه چې په داسې نظام کې خدمت کول د الله تعالی پېرزوينه ده او باید د موقف پر ځای د خدمت فکر ولرو.
د غونډې په پای کې، مفتي دروېش صاحب د تېرو مسؤولینو له مخلصانه خدمتونو او مسلکي هڅو مننه وکړه او نویو مسؤولینو ته یې، چې په صف کې د نېکو خدمتونو مخینه لري، په چارو کې د الله تعالی له دربار څخه د توفیق او بریا دعاء وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی