د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۷۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۳
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۷۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۲) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:

په حقوقي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې (۱۳۷) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۱۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې (۹۶) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۷۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۵) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:

د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۴۲) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۳
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۷۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۲). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۳۳۹) بېلا بېلې وثیقي اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۵ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۵ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې  (۱۳۳۹) بېلا بېلې وثیقي اجرا کړې دي، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۰:۲۴
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۰۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۶/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۰۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی