د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۴۳
د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند، قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې سرپرست رئیس محترم مفتي محمد هاشم (الهام ) په ډېرو هڅو او ترغیب او د قومي مشرانو په منځګړيتوت په  ۲۹ /۱۰ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د (۳) تنو مقتولینو د قتل موضوع حل او فصل شوه.
د قتل یاده پېښه چې د روان هجري قمري کال د رمضان المبارک میاشت کې، د قره باغ ولسوالۍ اړوند هوتکي کلي کې رامنځته شوې او درې کسان په کې وژل شوي وو، محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د ابتدائیه محکمې مسؤولينو د مقتولینو وارثین بخښنې ته وهڅول، له ډېرو هڅو او ترغیب وروسته د مقتولینو وارثینو بخښنې ته غاړه کېښوده.
د مقتولینو کورنۍ د رضایت وروسته په يوه غونډه کې چې قومي مشرانو او سپین‌ږیرو هم په کې ګډون درلود؛ قاتلینو ته بخښنه وکړه او یاده قضیه د محکمې لخوا په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائیوي چارو رياست لپاره نوی رئيس او مرستيال معرفي شول

نن ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۹مه نېټه، د یوې غونډې په ترڅ کې محترم ملا نجیب الله رفیع د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو د نوي رئیس په توګه او محترم مولوي مطیع الله. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۹
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته پلار ته د ښکنځلو او سپکاوي په جرم؛ په ۱۷/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان ياد مجرم په پنځه میاشتې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۱۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۱۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې څخه ۱۷ /۸ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۱۸) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی