د زابل او غزني ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۸۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۴۶
د زابل او غزني ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۸۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل او غزني ولایتونو د مرافعه، ښاري، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۴۴۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۸۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي؟
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۳۰۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۰۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۲) دوسیې فیصله شوې، (۳۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۱۶) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل او غزني ولایتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۳۸۰) وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی