د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۹) وثیقې هم اجرا کړې دي
د لوګر ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۳۰۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۹) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په يوه مياشت کې (۲۱۵) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲) دوسیې فیصله شوې، (۷۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په يوه مياشت کې (۷۷) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د لوګر ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۰۹) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
