د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۴:۱۳
د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند، قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې سرپرست رئیس مفتي محمد هاشم (الهام) په ډېرو هڅو او د قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۲ /۹ /۱۴۴۶ هـ  ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع چې څه موده وړاندې د قره باغ ولسوالۍ اړوند د قلعه باز په کلي کې د یو ځایي اوسیدونکي د قتل له امله رامنځته شوې وه؛ محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه.
ورپسې د ابتدائيه محکمې مسؤولينو د مقتول کورنۍ د قاتل بخښنې ته وهڅوله، له ډېرو هڅو او ترغیب وروسته د مقتول وارثينو بخښنې ته غاړه کېښوده.
یاده موضوع د مقتول کورنۍ تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې قومي مشرانو او سپین‌ږیرو هم په کې ګډون درلود؛ د قاتل په بخښنې سره په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې رئیس د امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد)؛ د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو اورېدو او د حج او اوقافو ریاستونو له رئیسانو سره، په ۱۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ یوه پلاوي؛ په ۲۵/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.

د یاد پلاوي لخوا د ليدنې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۳۱
Background image

د کابل ولایت د حقوقو ریاست په یوه میاشت کې (۲۴۱۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کابل ولایت د حقوقو ریاست په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۵/۳۰ هـ ق) نېټې پورې (۲۴۱۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

بیا په خبرونو کی