د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۲۹
د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه سرته رسولي دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو اړوند د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې د پلاني او غیر پلاني فعالیتونو راپور ترتیب او اړونده مراجعو ته ولېږل شو.
۲ـ په لومړۍ ربعه کې د پلان مطابق له دوهمو واحدونو څخه د میاشتني راپور راټولولو لړۍ له ۳۴ ولایتونو مرافعه محاکمو څخه په دوامداره توګه جریان لري؛ چې راپورونه يې تر توحید وروسته اداري معاونیت، قضائي تفتیش عمومي ریاست او د کارکوونکو چارو عمومي ریاست ته د بعدي اجراآتو لپاره لېږل شوي؛ همداراز د ۱۴۴۶هـ ق کال د څلورمې ربعې اړوند د میراث او ملکیت حق ته د ښځو د لاس‌رسي اختصاصي ربعوار راپور ترتیب او د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست، د سترې محکمې عالي مقام د دفتر لوی ریاست او د سترې محکمې اداري معاونیت ته لېږل شوی.
۳ـ په لومړۍ ربعه کې د ۱۴۴۶ هـ ق کال د څلورمې ربعې اړوند احصائیوي فورمونه تر ډکولو وروسته د احصائیې ملي ادارې ته لېږل شوي.
۴ـ په لومړۍ ربعه کې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د غوښتنې په اساس د ۱۴۴۶ هـ ق کال د څلورمې ربعې د مرکزي ریاستونو د فعالیتونو راپور ترتیب، توحید او په قضاء مجله کې د چاپ او نشر په موخه ور ولېږل شو.
۵ـ په لومړۍ ربعه کې د ۳۴ ولایتونو د مرافعه محاکمو د ۱۴۰۴هـ ش کال د دویمې ربعې (سرطان، اسد او سنبلې میاشتو) د حاضرۍ راپور ترتیب او اړوند مراجعو ته ولېږل شو.
۶ـ په لومړۍ ربعه کې د یو کلن پلان مطابق د مرکزي ریاستونو د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې د پلاني او غیر پلاني فعالیتونه راپور ترتیب او د چارو ادارې لوی ریاست ته ولېږل شو.
۷ـ په لومړۍ ربعه کې د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو د ۱۴۰۴ هـ ش کال د لومړۍ او دويمې ربعې له فعالیتونو څخه د نظارت او ارزونې لپاره چک لېستونو ترتیب او اړوند ریاستونو ته لېږل شوي، چې د پایلو تر را ټولولو وروسته به يې راپور د سترې محکمې له عالي مقام سره شریک شي.
۸ـ په لومړۍ ربعه کې د سترې محکمې د کلني پلان له مخې د پالیسيو، طرزالعملونو، لارښوونو او موجوده اړینو میکانیزمونو د معلوماتو راټولولو لپاره پوښتنلیکونه ترتیب شول.
۹ـ په لومړۍ ربعه کې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لپاره د پلان مطابق د مرکزي ریاستونو د اداري فعالیتونو د څارنې پروسه په حضوري ډول پیل شوې او د اوومې حوزې د وثایقو محاکمو لپاره د بلاک جوړولو له پروژې، د سترې محکمې د محاکمو د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست په احاطه کې د دوه منزله تعمیر د ترمیم له پروژې، د قضائي زده کړو په عمومي ریاست کې د مسجد شریف د جوړولو له پروژې، د وثایقو په محاکمو کې د دفترونو د جوړولو له پروژې، د کابل ولایت په ښاري ابتدائیه محکمه کې د فلزي قفسچو جوړولو له پروژې، د کابل ولایت په مرافعه محکمه کې د تجارتي دېوان مجاهدینو ته د یو باب اطاق او اشپزخانې جوړولو له پروژې څخه څارنه ترسره شوې ده.
۱۰ـ په لومړۍ ربعه کې د سترې محکمې له دېوانونو، د (۳۴) ولایتونو د مرافعه او ابتدائيه محاکمو د ۱۴۴۶ هـ ق کال څلورمې ربعې د قضائي اجراآتو اړوند راپور ترتیب او د سترې محکمې د عالي مقام د دفتر لوی ریاست، د مرکزي او جنوب غرب زون د تفتیش عالي ریاستونو، د مرکزي او جنوب غرب زون قضائي معاونیتونو، اداري معاونیت، نظامي معاونیت او د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست ته ولېږل شو.
۱۱ـ په لومړۍ ربعه کې د (۳۴) ولایتونو د محاکمو د ۱۴۴۶ هـ ق کال څلورمې ربعې د قضائي اجراآتو راپور ترتیب او د مالي او اداري چارو لوی ریاست ته ولېږل شو.
۱۲ـ په لومړۍ ربعه کې د اسلامي امارت له فتحې څخه وروسته د ۱۴۴۶هـ ق کال تر پای پورې د پیسو د مینځلو، مالیاتي جرایمو او نشه‌یي توکو اړوند موضوعاتو ته د رسېدنې راپور ترتیب او د سترې محکمې عالي شورا او د دارالانشاء لوی ریاست ته ولېږل شو.
۱۳ـ په لومړۍ ربعه کې د کابل ولایت د مرافعه محکمې د اړتیا وړ (۴) قلمه خوراکي موادو او د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د اړتیا وړ (۴) قلمه البسې د تدارک دوسیې ارزیابي شوې؛ چې د سترې محکمې عالي مقام تر منظورۍ وروسته د تدارکاتو آمریت ته وسپارل شوې.
۱۴ـ په لومړۍ ربعه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او ریاست الوزراء عالي مقام د (۵۴) قطعي احکامو اړوند راپورونه ترتیب شوي؛ له دې جملې څخه (۱۰) راپورونه د چارو اداري لوی ریاست او (۴۴) نور راپورونه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ته لېږل شوي دي.
۱۵ـ په لومړۍ ربعه کې د ریاست الوزراء عالي مقام د هدایاتو اړوند (۳) قطعي راپورونه ارائيه شوي دي.
۱۶ـ په لومړۍ ربعه کې د سترې محکمې په قضائي او اداري برخو کې له مهرونو څخه د استفادې طرزالعمل مسوده تدوین او د تدقیقي نظر وړاندې کولو په موخه د تدقیق او مطالعاتو لوی ریاست ته ولېږل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر دوه کاله تنفيذي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

بیا په خبرونو کی