د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال د سترې محکمې د دفترونو د تسخین او ګرمولو لپاره د (۱۷۰۰۰) کیلو اوبلن ګاز د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۳۱/۲/۱۴۰۴ هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ؛ تر یادې نېټې وروسته او د انټرنیټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۲۰۰۰۰) افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته په ۳۱/۲/۱۴۰۴ هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
یادونه: د آفرونو د پرانيستې څخه تر مخ ناسته په ۲۵/۲/۱۴۰۴ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.