د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جوزجان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴۷
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جوزجان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي فیض الرحمن (نثار) په مشرۍ؛ چې مولوي کمال الدین (متقي) او مولوي فتح محمد (فاتح) يې غړيتوب درلود، د روان 1447هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په 13 مه نېټه جوزجان ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د هغو بندیانو چې شکایتونه يې درلودل، شکایتونه يې له ځان سره ولیکل او بیا يې له اړونده محاکمو سره شریک کړل.
دغه پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (10) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو اړوند دېوانونو، وثایقو او حقوقو آمریتونو، مخزن، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د پلټنې بهیر په جریان کې د دغه محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
 د ليدنې په دوام یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یاداشت او په پای د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې. 
دغه راز پلاوي د یاد ولایت او ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځینو اړونده ستونزو د حل په اړه د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي پلټنې پلاوي یاد سفر او ليدنه د 1447 هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په 26 مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د. . .

بیا په خبرونو کی