د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۰
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۲۲۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۶۰) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۴) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۵) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدلیې وزارت له پلاوي سره وکتل

د خوست ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل) په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۵۴
Background image

په بلخ ولايت کې يوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د بلخ ولايت اړوند د بلخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم او زنا په تور، په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر. . .

بیا په خبرونو کی