د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور
د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه اجرا کړي دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د هغو پنځو روزنیزو پروګرامونو چې د (۳۳) ولایتونو د محاکمو سلګونه اداري کارکوونکو لپاره د سترې محکمې ظرفیت لوړونې او اجراآتو د ارزونې ریاست لخوا په لاره اچول شوي وو؛ له نېکه مرغه ټول یاد روزنیز پروګرامونه د دغه ریاست او ظرفیت لوړونې او اجراآتو د ارزونې ریاست د منسوبینو د ګډو او هر اړخیزو همکاریو په پایله کې په بریالیتوب ترسره شول.
