د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۳۰۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۳۰۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۸۵۳) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۸۵) دوسیې فیصله شوې، (۱۰۲) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۳۷۹) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۵) دوسیې فیصله شوې، (۴۱) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۳۷۸) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۶۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۹) دوسیې فیصله شوې، (۳۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.