د فراه ولایت مرافعې محکمې رئیس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۳
د فراه ولایت مرافعې محکمې رئیس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د فراه ولايت مرافعې محکمې عمومي رئیس محترم شیخ‌ غلام رسول (احساني)؛ د جزا دېوان رئيس مولوي محمد اسماعیل (منصور)، د تحريراتو آمر مولوي شفیع‌الله (مدثر) او د امنيتي قطعې قوماندان ملا مولاداد (ابو‌الاسد) په ملتیا د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربیع‌ الآخر میاشتې په ۴مه او ۵مه نېټه د یاد ولایت د جوین، شیبکوه، پشت‌کوه، اناردرې، خاک‌سفید او پشت‌رود ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي په قضائي برخه کې د حقوقي او جزائي قرارونو، دوسیو او په اداري برخه کې د حاضرۍ، د عریضو د ثبت، حقوقي او جزائي اندراجونو، صادره او وارده اسنادو څېړنه وکړه او د لا زیات سمون او ښه‌والي لپاره یې مسؤولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
دغه راز یاد پلاوي د ولسوالیو د بندیانو په اړه پوښتنې وکړې، د قضائي غړو او نورو مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ وضعیت ارزونه یې وکړه، له نېکه مرغه د یادو ولسوالیو د قضائي او اجرائیوي مسؤولینو ترمنځ پوره همغږي او همکاري موجوده وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

په فراه ولايت کې (۱۴) متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۴) کسانو ته د لواطت په تور؛ په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۸
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۱۰ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۸۵) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په جرمونو، په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابت. . .

بیا په خبرونو کی