د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت اړوند له ټولو محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۰:۲۵
د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت اړوند له ټولو محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې له ۴ مې تر ۹ مې نېټې، د یاد ولايت د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو، تحریراتو، وثيقو او حقوقو آمریتونو، ابتدائيه محاکمو او حقوقو مدیریتونو او د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنو کې د مرافعه محکمې رئيس لخوا قضائي او اداري چارې وارزول شوې، د محاکمو، آمریتونو او مدیریتونو چارې یې وستایلې او په ځینو برخو کې یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د حاضرۍ د پابندۍ په برخه کې مسؤولينو او کارکوونکو ته وینا وکړه او ټينګار يې وکړ چې خپلو دندو ته په خپل وخت راځئ او له اړتيا پرته د رخصتۍ څخه ډډه وکړئ.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس په هغه غونډه کې چې مرکزي زندان کې بندیانو ته د عفوې او تخفیف په اړه جوړه شوې وه، ګډون او وينا وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس بندیانو ته یادونه وکړه چې ترسره شوي جرمونه باید بیا تکرار نه کړي؛ ځکه که چېرته جرمونه تکرار شي، بیا یې سزا زیاتېږي.
د غونډې په پای کې محبوسینو د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه‌الله تعالی) او نورو مشرانو څخه ډېره مننه وکړه چې بندیانو ته یې پاملرنه وکړه او د تخفیف او عفوې مستحق يې وګڼل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

په فراه ولايت کې (۱۴) متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۴) کسانو ته د لواطت په تور؛ په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۸
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۱۰ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۸۵) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په جرمونو، په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابت. . .

بیا په خبرونو کی