د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۰۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۱:۱۲
د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۰۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۵/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۰۰) دوسيو ته رسېدنه کړې، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
د جزا دېوان ته په دوو اونیو کې (۴۳) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
د عامه امنيت دېوان ته په دوو اونیو کې (۱۲)  دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳ـ د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
د نظامي منسوبينو دېوان ته په دوو اونیو کې (۸) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲) دوسیو په تړاو قضائي قرار صادر شوی، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴ـ د دې محکمې مدني دېوان:
مدني دېوان ته په دوو اونیو کې (۴۵) دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيې فيصله شوې، (۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵ـ د دې محکمې تجارتي دېوان:
تجارتي دېوان ته په دوو اونیو کې (۵۰) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۸) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په  مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
Background image

په کابل ولايت کې (۶۵) کیلو د انسان ویښتان وسوځول شول

د کابل ولایت اړوند د چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم (۶۵) کیلو د انسان ویښتان؛ په ۲۲ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
 یاده اندازه ویښتان د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نيول. . .

بیا په خبرونو کی