د کونړ د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ ۲۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۳:۵۶
د کونړ د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ ۲۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

په ۲۵/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د رئيس الحاج مولوي عزیز الرحمن (حقاني) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپین ږیرو په منځګړيتوب د یاد ولايت د وټه‌پور ولسوالۍ د کرمول داګ په سيمه کې د دوو کورنيو د قتل پر سر رامنځته شوې ۲۳ کلنه دښمني حل شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ د مرافعه محکمې رئيس، د یاد ولایت د مقام مرستیال عبدالله (حقاني)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي محمد ایوب (قلم)، د يادې ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئيس مولوي روشن، د امنیه قوماندانۍ مسؤولينو، قومي مشرانو او سپين ږيرو ګډون درلود.
غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس، مرستیال والي او ښاري ابتدائیه محکمې رئيس هر اړخیزې ویناوې وکړې او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې د داسې موضوعاتو په اصلاحي ډول حل کې له خپل نظام سره همکاري وکړي.
د غونډې په وروستيو کې د يادې ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئيس ګډونوالو ته اصلاحي پرېکړه واوروله، په دې سره د دواړو کورنيو ترمنځ سوله وشوه او دښمني يې په دوستۍ بدله شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په  مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
Background image

په کابل ولايت کې (۶۵) کیلو د انسان ویښتان وسوځول شول

د کابل ولایت اړوند د چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم (۶۵) کیلو د انسان ویښتان؛ په ۲۲ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
 یاده اندازه ویښتان د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نيول. . .

بیا په خبرونو کی