د کونړ ولایت مرافعه محکمې نوي رئیس محترم مولوي عبدالکريم (شعیب) د معرفت غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲
د کونړ ولایت مرافعه محکمې نوي رئیس محترم مولوي عبدالکريم (شعیب) د معرفت غونډه وشوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې نوی رئیس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)؛ په ۲۳/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولايت مسؤولينو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپلې چارې پیل کړې.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولايت والي الحاج مولوي قدرت الله (ابو حمزه)، امنیه قوماندان مولوي ضیاالحق (حامد)، استخباراتو رئیس او نورو مسؤولینو او د محاکمو کارکوونکو ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي لعل محمد (صدیقي) د غونډې ګډونوالو ته تفصیلي وینا وکړه.
د غونډې په دوام نوي ټاکل شوي رئيس خبرې وکړې وویل، قضاء د نظام د ملا د تیر حیثیت لري، کوم نظام کې چې عدالت تأمین وي، نظام پرمختګ کوي او د ولسونو باور او اعتماد لوړېږي، که قضاء نه وي جرمونو زیاتېږي او د ولسونو باور له منځه ځي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د اسلامي شریعت اصولو په رڼا کې به د دغه ولایت د محاکمو لا پرمختګ او پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
د غونډې په وروستيو کې د یاد ولايت والي، امنیه قوماندان او نورو مسؤولینو نوي رئيس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د ښه خدمت کولو هیله څرګنده کړه.
یاده غونډه د مرافعه محکمې د مدني او عامه حقوقو دېوان رئیس مولوي عبدالرشید (مرشد) له وینا وروسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ یوه پلاوي؛ په ۲۵/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.

د یاد پلاوي لخوا د ليدنې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۳۱
Background image

د کابل ولایت د حقوقو ریاست په یوه میاشت کې (۲۴۱۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کابل ولایت د حقوقو ریاست په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۵/۳۰ هـ ق) نېټې پورې (۲۴۱۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۴
Background image

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د یاد ریاست لخوا د محاکمو د منسوبینو لپاره د اصلاحي برنامو په. . .

بیا په خبرونو کی