د سترې محکمې نوی اداري معاون صاحب معرفي او رسماً یې چارې پیل کړې

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
د سترې محکمې نوی اداري معاون صاحب معرفي او رسماً یې چارې پیل کړې

د سترې محکمې نوی اداري معاون محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب نن شنبه (۲۷/ربیع الأول/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه په یوه غونډه کې د سترې محکمې مسؤولینو او منسوبینو ته معرفي او رسماً یې چارې پیل کړې.
د یاد معاون صاحب د معرفت په موخه غونډه کې چې د سترې محکمې د ناستو په تالار کې جوړه شوې وه، د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظه‌الله، د سترې محکمې نظامي معاون محترم شیخ سردار محمد (ابو الفیضان) صاحب، د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون قضائي معاون محترم شیخ نور الله (منیر) صاحب، د سترې محکمې مخکني اداري معاون او د پوهنې وزارت د معلم د تربیې او عمومي تعلیماتو اوسني معین محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، د سترې محکمې د تمیزونو رئیسانو، د چارو ادارې معاون محترم عبدالباري (عاطف) صاحب، د پوهنې وزارت معین صاحبانو، د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو رئیسانو، مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
ناسته د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د سترې محکمې مخکني اداري مرستیال او د پوهنې وزارت د معلم د تربیې او عمومي تعلیماتو اوسني معین محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب خبرې وکړې وویل، تغیر او تبدیل په اسلامي نظام کې یو مهم اصل دی، موږ په دې ټاکنو او تبدیلو پوره راضي یو او د الله تعالی له لوړ او سپېڅلي درباره په راسپارل شوو مسؤولیتونو کې د توفیق غوښتنه کوو.
محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب وویل، د اسلامي امارت هر مسؤول د خپلو مسؤولیتونو پر مهال ځان الله تعالی ته ځواب ورکوونکی ګڼي او په هر کار کې لومړی په دې فکر وي چې څنګه وکولای شي د خپل ورسپارل شوي مسؤولیت د ښه ترسره کولو په وجه هم الله تعالی راضي کړي او هم د ولس او خلکو مشکلاتو ته رسېدنه وکړي.
ورپسې د سترې محکمي اوسني اداري معاون محترم شیخ سخاء ﷲ (سعید) صاحب د امیر د اطاعت په اړه تفصیلي خبرې وکړې وویل، زموږ باور دادی چې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) هر حکم او فرمان د اسلامي نظام د استحکام، وحدت او چارو د ښې ترسره کولو لپاره صادروي، موږ یې هر حکم عملي کول پر ځان واجب ګڼو؛ که مو هر ځای تغیر، تبدیل یا بیخي له دندې لرې کړي خوشاله او راضي یو؛ ځکه موږ ته ځان نه دی مطرح؛ بلکې یوازینۍ هیله مو د اسلامي نظام بقاء او استحکام دی.
د یادې ناستې ګډونوالو ته د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم(حقاني) صاحب په خپله ارښتناکه وینا کې وویل، د اسلامي امارت بریالیتوب او استحکام په یووالي او وحدت کې نغښتی دی او زموږ د همدې یووالي او وحدت نتیجه ده چې الله تعالی په افغانستان کې داسې نظام او امنیت راوستی دی چې مثال یې نشته.
محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب حفظه‌الله زیاته کړه، په اسلام کې د امیر اطاعت ډېر مهم اصل دی، په احادیثو کې راځي: چا چې د امیر اطاعت وکړ، لکه د رسول الله (صلی‌الله علیه وسلم) اطاعت یې چې کړی وي، چا چې د رسول الله (صلی‌الله علیه وسلم) اطاعت وکړ په اصل کې یې د الله تعالی اطاعت وکړ، بناءً د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د حکم په اطاعت کې د الله تعالی رضا نغښتې ده.
دغه راز د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات شیخ صاحب د سترې محکمې د مخکنیو معاون صاحبانو چارې وستایلې وویل، د سترې محکمې معاون صاحبانو خپلې ټولې ورسپارل شوې چارې په پوره صداقت او شفافیت ترسره کړې دي، موږ یې له کارونو راضي یو او له الله تعالی څخه ورته په نویو ورسپارل شوو مسؤولیتونو کې هم د بریالیتوب دعاء کوو.
محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د نویو معاون صاحبانو په اړه وویل، د سترې محکمې تازه ټاکل شوي معاون صاحبان هم د اسلامي امارت په قضاء کې پوره تجربه لري، دوی له فتحې مخکې په قضاء برخه کې پوره کار کړی او ډېرې ستړې یې ګاللې دي، بناءً زه ډاډه یم چې ان شاءالله سترې محکمې ته د دوی په راتګ سره به د محاکمو چارې لا نورې هم ښې شي.
په دې سربېره د چارو ادارې مرستیال محترم مولوي عبدالباري (عاطف) صاحب د سترې محکمې د نویو معاون صاحبانو د ټاکلو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) حکم ولوست او ناسته د سترې محکمې د نظامي مرستیال محترم شیخ سردارمحمد (ابوالفیضان) صاحب لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د روزګان ولايت ابتدائیه محاکمو د مسئولینو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

د روزګان ولايت دهراود او خاص روزګان ولسواليو ابتدائیه محاکمو د مسئولینو په ترغيبي هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۰مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي) د معرفت غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي)، په ۲۷/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې، د یاد ولايت د محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته، معرفي او رسمًا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو ۷۵ کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده‌کړې اوږدمهاله ښوونیز پروګرام پیل شو

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې او اجراآتو ارزونې ریاست له لوري، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او روزنیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د روان ۱۴۴۸هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی