د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل خطا موضوع حل او فصل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۱:۲۴
د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل خطا موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب د ترافيکي پېښې له امله رامنځته شوې موضوع چې يو کس په کې په شهادت رسېدلی و؛ په ۴/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده ترافيکي پېښه د ټېلر او پاسو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې وه؛ چې په پايله کې یې د پاسو موټرچلوونکی په شهادت رسېدلی و.
دغه موضوع د شهرصفا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه.
ورپسې د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو لخوا دواړه لوري سولې ته وهڅول شول او د مقتول کورنۍ ته د شریعي ديت په ورکړې سره یاده موضوع په رسمي ډول پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د شهرصفا ولسوالۍ د مسؤولينو په هڅو ګڼ شمېر ورته موضوعات حل او فصل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۲:۶
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۰۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۲۵۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر  ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۲۲۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۶). . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۱:۴۸
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۵۴۰) دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی