د پکتیا ولایت د استیناف محکمې رئیس د دغه ولایت اړوند محاکمو له قضاتو سره وکتل

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۱:۱۹
د پکتیا ولایت د استیناف محکمې رئیس د دغه ولایت اړوند محاکمو له قضاتو سره وکتل

د ۱۴۴۴ هـ ق کال د درېیمې میاشتې په ۱۵مه نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) د دغه ولایت د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له قضاتو (رئیسانو) سره میاشتنۍ غونډه ترسره کړه.

غونډه د پکتیا ولایت د میرزکي ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د رئیس مولوي عصمت الله (معتصم) لخوا د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، خوشحاله یم چې له محترمو قضاتو سره په دې ناسته کې پر مهمو اړوند موضوعاتو خبرې کوم.

د استیناف محکمې رئیس په یاده غونډه کې د جزائي او حقوقي دوسیو د ځنډ، د صورت دعوی پر اصولو، د قضائي او شرعي کتابونو پر بناء د فیصلې په کولو، د مصلحینو او شاهدانو د مواصفاتو، د مرافعه طلبۍ د وخت او په اونۍ کې یو ځل د محبوسینو د لیدنې  په هکله درنو قضاتو ته تفصیلي خبرې وکړې.

همدارنګه د مختلف النوع وثایقو لکه وکالت خط بالاقرار، وکالت خط بالشهود، حصر وراثت، وصایت خط او نورو ګڼو وثایقو په هکله یې د رهنماء وثایق سره سم دوه ساعته سیمینار وړاندې او یادو قضاتو ته یې د دغه موضوعات په تړاو مهمې سپارښتنې وکړې.

په غونډه کې د نورو قضاتو په استازیتوب د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي محمدآجان (رهبر) خبرې وکړې او د مرافعه محکمې له رئیس څخه یې مننه وکړه.

غونډه د دعاء په وېیلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی