د تخار د ښاري محکمې نوى رئیس په رسمي توګه معرفي شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۳:۲۸
د تخار د ښاري محکمې نوى رئیس په رسمي توګه معرفي شو

د رستاق ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې پخوانی رئیس محترم شیخ عبدالحمید (متوکل) د اسلامي امارت د سترې محکمې عالي مقام د لزوم دید له مخې د شنبې په ورځ  (د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ربیع الاول په ۲۵ مه) نېټه د مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج مولوي محمد صابر (حنفي) لخوا د تخار ښاري محکمې د رئیس په توګه د یادې محکمې کارکونکو ته ور  وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پیل کړه.

د تخار  ښاري محکمې د رئیس د معرفي کولو مراسم لومړی د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول؛ ورپسې د تخار د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي محمد صابر (حنفي) د قضاء مقام د اهمیت په اړه خبرې وکړې او وویل، د قضاء دنده  امتیاز نه  بلکې دا یو لوی او دروند مسؤولیت دی؛ نو موږ ته لازمه ده چې د شرعي قضيو حل او فصل برخه کې دغه ستر مسؤوليت د اسلامي شريعت د احکامو او د اسلامي امارت  د اصولو او مقرراتو  په نظر کې نيولو سره اداء او  په ښه ډول عدالت تأمین کړو.

 دغه راز  نوموړي ټینګار وکړ چې قاضي باید د خپلې دندې  په ترسره کولو کې پرهېزګاري وکړي، په ټینګ عزم او اراده د خلق الله خدمت وکړي، حاضرۍ ته پابند او له مدعیانو سره ښه چلند وکړي.

د ناستې په وروستیو کې د تخار د ښاري محکمې نوي رئیس محترم شیخ عبدالحمید (متوکل) او د دغې محکمې محترم قضائي پلاوي په اجراآتو کې د شفافیت، د عدالت  د تأمین او  د واردو شوو قضیو د ښه حل او فصل  ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز فیروزکوهي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

د بلخ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل)، د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرؤف (زهیر)، د تحریراتو رئیس (انانسر)، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د ټولو. . .

بیا په خبرونو کی