د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۹
د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

د بلخ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل)، د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرؤف (زهیر)، د تحریراتو رئیس (انانسر)، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره ليدنه وکړه. 
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې د ولسواليو د حقوقو مدیرانو په خپل نوبت د حقوقو اړوند مسایل، اړتیاوې او له مافوق محاکمو سره د همغږۍ په اړه خپل نظرونه او رضایت څرګند کړ، دوی د محاکمو او نورو مربوطه ادارو ترمنځ د همغږۍ او اصولي همکاریو ستاینه او قدرداني وکړه.
د غونډې په دوام د حقوقو مدیرانو خپلې یو شمېر اداري اړتیاوې هم شریکې کړې.
دغه راز په دې لیدنه کې د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او د اړوند ارګانونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د لا تقویې په اړه نظرونه شریک شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی