د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د عدليې رياست له رئيس سره وکتل

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۵:۳۳
د زابل ولایت دمرافعه  محکمې رئیس د دغه ولایت د عدليې رياست له رئيس سره وکتل

د روا ن 1444 کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۶مه نېټه د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ نقيب الله (اخندزاده) د مرافعه محکمې د ریاست په مقام کې د ياد ولايت د عدليې له رئیس محترم مولوي عبدالوارث (خلیل) سره د همکارۍ او د حقوقي مساعدینو  د ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د مرافعه محکمې رياست د تحريراتو آمر حکمت الله (عاصم)، د عدليې رياست د حقوقي مرستو آمر مولوي شفیع الله (معصوم) او د حقوقي مرستو آمریت حقوقي مساعد (مدافع وکیل)  عبدالواحد (حلیمي) هم ګډون درلود.

لومړی د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست او پرانیستونکې وينا وکړه؛ ورپسې  د عدلیې ریاست  رئیس د یاد ریاست اړوند د حقوقي مرستو  آمریت د لایحې او کاري کړنو اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې.

همدارنګه د حقوقي مساعدینو (مدافع وکیلانو) موجوده ستونزو د حل په موخه هم وینا وشوه،  په پای کې د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ نقیب الله (آخندزاده) د هر ډول اصولي همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ  هر ډول اصولي همکارۍ ته ژمن یو.

باید وویل شي چې د استیناف محکمې رئیس او د ناستې نورو ګډونوالو دغه ناسته مهمه او له لاسته راوړنو څخه ډکه  وبلل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو، د قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۱۸
Background image

د  څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی