د لوګر د استیناف محکمې رئیس د یاد ولایت د ښاري محکمې له قضائي اجراآتو لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۳:۴۱
د لوګر د استیناف محکمې رئیس د یاد ولایت د ښاري محکمې له قضائي اجراآتو لیدنه وکړه

 

په ۱۴۴۴/۱۲/۲۲ هـ ق نېټه د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس مولوي موسی کلیم "عاصم"  د یاد ولایت د ښاري محکمې له ټولو دېوانونو څخه لیدنه تر سره کړه او د دوی قضائي اجراآت یې و ارزول.

د یادو لیدنو عمده موخه او هدف د روان هجري قمري کال د دوسیو څېړنه، خپلو چارو ته د قضاتو تشویق، قضات د کارونو روڼتیا او چټکتیا ته هڅول، د ریاست او دېوانونو تر منځ د همغږۍ تقویه وه.

د استیناف محکمې رئیس په نوبت سره له جزا، مدني، امنیت عامه او ترافیکي پېښو دېوانونه له نږدې ولیدل، لومړی یې د هر دېوان د کارکوونکو مشکلات واورېدل او د یادو مشکلاتو د حل په لارو چارو یې له دوی سره بحث وکړ؛ ورپسې د هر دېوان د قضائي اجراآتو ځینې نمونې وکتل شوې او مسؤولینو ته د شته نیمګړتیاوو د حل توصیه او لارښوونه ترسره شوه.
چې د ارزیابۍ په پای کې د استیناف محکمې رئیس د ښاري محکمې د قضائي مسئولینو هڅې وستایلې او دوی ته یې د مسؤولیتونو د ښه ترسراوي دعاء وکړه.
د ښاري محکمې قضائي منسوبینو یاد راتګ مثبت وګاڼه او له عمومي رئیس څخه یې مننه وکړه، چې تل یې دوی خپلو دندو ته تشویق کړي او د شته نیمګړتیاوو په حل کې یې مرسته ورسره کړې ده.
دوی په راتلونکي کې د  ورته ناستو د دوام  هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی