د هلمند د مرافعه محکمې عمومي رئيس د خانشین ولسوالۍ ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۱:۴۰
د هلمند د مرافعه محکمې عمومي رئيس د خانشین ولسوالۍ ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

سه شنبه او چهارشنبه ۱۴۴۵/۱/۷ ھ ق او ۱۴۴۵/۱/۸ ھ ق نېټو د هلمند ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس مولوي محمد نبي حماس صاحب په مشرۍ یو مل پلاوي د خانشين ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ.

حماس مولوي صاحب ولسوالۍ ته له رسېدو سره سم د يادې محکمې له محبس څخه ليدنه وکړه، چې د بنديانو د وضعیت او د هغوی د فیصلو پوښتنه يې وکړه.

وروسته يې د يادې ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په انګړ کې د خانشين ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او د استخباراتو له مدير سره ګډ تفاهمې مجلس وکړ، چې د يادې ولسوالۍ د شته مشکلاتو په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې، چې د يو او بل له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

په پای کې يې د محبس مسؤل سره یو اندازه مرسته وکړه، تر څو د محبس د بنديانو ښه ساتنه پرې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز فیروزکوهي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

د بلخ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل)، د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرؤف (زهیر)، د تحریراتو رئیس (انانسر)، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د ټولو. . .

بیا په خبرونو کی