د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د  ټولو محاکمو له رئیسانو سره میاشتنۍ ناسته تر سره کړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۴:۱۲
د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د  ټولو محاکمو له رئیسانو سره میاشتنۍ ناسته تر سره کړه

د یک شنبې په ورځ (۲۰/ ۱/ ۱۴۴۴ هـ ق نېټه) د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي موسی کلیم "عاصم" په خپل ریاست کې د استیناف ، ښاري او ولسوالیو محاکمو له رئیسانو سره د قضائي امورو د چټکتیا او لا غوره والي په موخه ناسته تر سره کړه.

یاده غونډه د متعال رب عز وجل د کلام د سپېڅلو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د لوګر د مرافعه محکمې رئیس د غونډې حاضرینو ته د قضائي او اداري چارو په اړه لازمې، هر اړخيزې لارښوونې وکړې وویل، له مراجعینو سره نېک او مناسب چلند زموږ ټولو مسؤولیت او مکلفیت دی، د اولس هر وګړی چې محکمې ته مراجعه کوي،  اسلامي شریعت او قانون ورکړي حقوق یې باید محفوظ وي او هیڅ یو یې باید له خپلو حقوقو بې برخې نشي.

ده له مسؤولینو غوښتنه وکړه چې د قضاء د حیثیت او خپل درانه مسؤولیت دې پوره اهتمام وکړي، خپلو دندو ته دې پابند اوسي او د قضایاوو د ژر او غوره حل لپاره دې له خپل ټول توان او قوت څخه استفاده وکړي.

نوموړي همدا راز د بنديانو او مېرمنو دوسیو ته د پر وخت او ژر رسېدنې توصیه وکړه.

د ناستې په پای کې د لوګر د محاکمو رئیسانو خپلې ستونرې او غوښتنې د مرافعه محکمې له رئیس سره شریکې کړې، د نوموړي له لوري دوی ته وعده ورکړل شوه چې ټولو ستونزو او غوښتنو ته به د امکان تر حده رسېدنهکوي او د کارونو د روڼتیا او چټکتیا لپاره به ټول لازم امکانات ورته برابروي.

د یادې غونډې اختتام په دعا سره وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په  مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
Background image

په کابل ولايت کې (۶۵) کیلو د انسان ویښتان وسوځول شول

د کابل ولایت اړوند د چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم (۶۵) کیلو د انسان ویښتان؛ په ۲۲ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
 یاده اندازه ویښتان د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نيول. . .

بیا په خبرونو کی