د لغمان ولایت د محاکمو د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۴:۱۵
د لغمان ولایت د محاکمو د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۹مه نېټه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې په انګړ کې د یاد ولایت د مرافعه محکمې د رئیس الحاج مفتي عبدالله(فرقاني) په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه.

یاده غونډه چې د لغمان ولایت د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو، د ښاري محکمې رئیس او د دېوانونو رئیسانو اوهمدارنګه د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو قضاتو په کې ګډون درلود، د کلام الله د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

 ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او پرانیستونکې وینا یې وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس دغه راز د غونډې ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله باارزښته او قېمتي لارښوونې واورولې او زیاته یې کړه چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله غواړي چې هر یو قاضی مو باید د هر قسم فشار په مقابل کې د شریعت څخه تېر نشي، د ظلم مخنیوی وکړي، د بې برخلیکه بندیانو په اړه جدي اقدام وکړي، له ولس سره ښه چلند وکړي او داسې احساس په ځان کې پیداکړي چې نظام د ځان او ځان د نظام وګڼي.

پر دې سربېره په غونډه کې د لاندې موضوعاتو په اړه بحث وشو:

  1. د دوسیو له ځنډولو څخه په کلکه مخنیوی وشي.
  2. عریضې باید لمړی په اصولو او شرایطو برابرې وي، وروسته ورباندې اجراآت وشي.
  3. ځینې موضوعات چې له نورو اداراتو سره اړه لري باید له مربوطه ادارې سره په همغږۍ حل او فصل شي.

ورپسې د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه او مشکلات واورول چې د حل په موخه یې لازم هدایات ترسره شول.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول

د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له. . .

بیا په خبرونو کی