د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې د امنیت عامه او جزا دېوانونو څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۴:۴۰
د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې د امنیت عامه او جزا دېوانونو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالشکور "رشاد آخندزاده" د ۱۴۴۵ کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۸  او ۱۹مه نېټه د دې محکمې  د امنیت عامه او جزا دېوانونو او د عمومي ریاست د تحریراتو عمومي مدیریت څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی رشاد صاحب یادو دېوانونو ته په ورتګ سره  د دېوانونو  دوسیې او اداري اجراآت  پرله پسې  په دقیق ډول وکتل، نیمګړتیاوې یې ورته نښاني او لازمې لارښوونې يې ورته وکړې.

د یادو دېوانونو د څارنې وروسته د مرافعه محکمې عمومي ریاست د تحریراتو عمومي مدیریت ته د چارو د ارزونې په موخه لاړ او په ټولو اداري کتابونو کې تر سره شوي   اجراآت په کره توګه وکتل، د یو شمېر کارکوونکو ښه اجراآت یې وستایل او ځینو نورو ته  چې په اجراآتو کې يې ستونزې موجودې وې، جدي هدایت یې ورته  وکړ  او وویل، په راتلونکي کې باید په اجراآتو کې هېڅ ډول نیمګړتیاوې نه وي موجودې.

د مرافعه محکمې رئیس د یادو ادارو ټولو کارکوونکو ته جدي هدایت  وکړ چې، له دې وروسته باید ټول کارکوونکي خپلو  مکلفیتونو ته په دقیق ډول متوجه او کارونه په ښه او چټک ډول ترسره کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز فیروزکوهي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

د بلخ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل)، د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرؤف (زهیر)، د تحریراتو رئیس (انانسر)، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د ټولو. . .

بیا په خبرونو کی