د هلمند د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۵:۱۳
د هلمند د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

د پنجشنبې په ورځ ( ۲۹ /۲ /۱۴۴۵هـ  ق نېټه) د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د ریاست په مقام کې د دې محکمې د عمومي رئیس (حماس) مولوي صاحب په مشرۍ مشورتي اداري غونډه ترسره شوه.

په یاده اداري غونډه کې د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو رئیس صاحبانو، ښاري محکمې د ټولو دېوانونو رئیس صاحبانو او د تحریراتو عمومي امر ګډون درلود.

یاده اداري غونډه چې د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې حماس مولوي صاحب د ټولو دېوانو قضاتو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې اجنډا بیان کړه او د ۱۴۰۳هـ ش کال د تشکیل په هکله یې معلومات ورکړل اود یادو قضاتو ستونزې واورېدلې او له دوی سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه چې تر خپل توان به همکاري درسره کوم.

یاده غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.           

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی