د هلمند د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۴:۲۵
د هلمند د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

د ١٤٤٥ هـ ق کال د ربيع الثاني مياشتې په ٢مه نېټه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې ریاست په مقام کې د مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد نبي (حماس) په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه.

 په یاده اداري غونډه کې د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو رئیسانو، مفتیانو، محریرینو او د تحریراتو عمومي امر ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې محترم مولوي محمد نبي (حماس) د غونډې ګډونوالو ته اجنډا او د مرافعه محکمې اړوند د برابچي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې څخه راغلى د استهداء متن یې بيان کړل.

 د غونډې ګډنوالو له بحث وروسته د یادې استهداء ځواب ووایه.

دغه راز په یاده اداري غونډه کې د محترم مولوي محمد نبي (حماس) له لوري راغلو ګډونوالو ته د یو شمېر ضروري مواردو په تړاو لازم هدایت او سپارشتنې وشوې او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په  مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
Background image

په کابل ولايت کې (۶۵) کیلو د انسان ویښتان وسوځول شول

د کابل ولایت اړوند د چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم (۶۵) کیلو د انسان ویښتان؛ په ۲۲ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
 یاده اندازه ویښتان د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نيول. . .

بیا په خبرونو کی