د روزګان د مرافعه محکمې عمومي رٸيس د يادې محکمې د اسنادو او وثيقو د ثبت له آمريت څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۰:۲۷
د روزګان د مرافعه محکمې عمومي رٸيس د يادې محکمې د اسنادو او وثيقو د ثبت له آمريت څخه ليدنه وکړه

 

په ٦/ ٤/ ١٤٤٥ هـ ق نېټه د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ  سخیداد (ابوالتقي) د دغه ولایت د مرافعه محکمې د اسنادو او وثيقو د ثبت له آمریت څخه لیدنه وکړه.
 په دې لیدنه کې د اسنادو او وثيقو د ثبت آمريت آمر حافظ محمد نبي (محمدي) او اداري غړو د مرافعه محکمې عمومي رٸيس ته ښه راغلاست ووایه.
ورپسې محترم شیخ سخیداد (ابوالتقي) د اسنادو او وثيقو د ثبت امریت اړوند ټول کتابونه وکتل.
په دې سربېره محترم الحاج شیخ سخیداد (ابوالتقي) د ياد آمريت مسٶولينو ته د قضائي او اداري مسؤولیتونو په اړه لازمې او مهمې سپارښتنې وکړې.
 نوموړي وویل، په محاکمو کې زيات کار د دې ښکارندويي کوي چې ولس د اسلامي امارت په قاضیانو د عدالت باور لري، په دې خاطر هره وړه او غټه ستونزه تر محکمې را رسوي او له محاکمو يې حل غواړي.
نوموړي زياته کړه، موږ باید خپل ولس ناهیلی نه کړو،  تر خپل وسه يې موضوع په چټکتیا، ځیرکتیا او د اسلامي شریعت په رڼا کې حل کړو، د خپل کار یوازینۍ موخه مو د الله (جل جلاله) رضا او د ځورېدلي ولس خدمت وګرځوئ، خپل کار ته په ټاکلي وخت راځٸ او په ټاکلی وخت ځٸ.
ياده ليدنه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۰
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یاد ولایت د علماوو شورا له پلاوي سره وکتل

د کابل ولايت مرافعه محکمې مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت د علماوو شورا له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۹۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر   ۲۹ / ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۹۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۳۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰). . .

بیا په خبرونو کی