د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۵:۴
د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

 

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (2مې) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبرورکول کیږې چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظرکې لري د 1402 هـ ش مالي کال لپاره د نگین بهار لوژستیکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز شمېره یې (D-57689 )  ده او مرکزي دفتریې د کابل ولایت د تایمنیو په نهم سړک کې موقعیت لري ، د(9730500) نهه میلیون، اوه سوه دېرش زره او پنځه سوه افغانۍ په قیمت سره د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست لپاره د (41) قلمه اعاشوي لوښو د تدارک قرارداد وکړي .
هر ډول حکمي اوحقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو  په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نیټې څخه تر اوو (7) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکرشوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مراحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز فیروزکوهي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

د بلخ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل)، د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرؤف (زهیر)، د تحریراتو رئیس (انانسر)، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د ټولو. . .

بیا په خبرونو کی