د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات په هدایت یوه پلاوي جنوب لوېديځ زون ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۲۷
د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات په هدایت یوه پلاوي جنوب لوېديځ زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په هدایت مؤظف پلاوي چې په تشکیل کې یې د پلان او پالیسۍ ریاست د برنامو او پروژو څخه د څار او ارزونې آمر محترم مولوي محمدطاهر (طیب) او د تعمیراتو آمریت انجنیر وحیدالله (امیرزي) ګډون درلود، په ساختماني برخه کې د محاکمو د اړتیاوو معلومولو په موخه د هیواد جنوب لوېديځ زون اتو ولایتونو ته سفر وکړ.
د سترې محکمې یاد پلاوي د جنوب لوېدېځ زون د قضائي تفتیش د غړي الحاج مولوي محمدهاشم (الهام)  او د اړوند ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په ملتیا او همکارۍ د اتو ولایتونو (بادغیس، هرات، هلمند، فراه، نیمروز، کندهار، روزګان او زابل) له محاکمو لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې په ساختماني برخه کې د محاکمو اړتیاوې له نږدې وکتلې، په اړه یې د مربوطه محاکمو له مسؤولینو سره خبرې وکړې ، د دوی نظر او وړاندیزونه یې واورېدل.
د سترې محکمې یاد پلاوي د خپل ۱۳ ورځني سفر په ترڅ کې په ساختماني برخه کې د محاکمو د سروې تر بشپړولو وروسته د هغوی اړتیا اولویت بندي او بشپړ راپور یې د سترې محکمې له عالي مقام سره شریک کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو، د قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۱۸
Background image

د  څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی