هلمند ولايت کې درېیو  متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۰:۲۶
هلمند ولايت کې درېیو  متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

د هلمند ولایت د مرافعه محکمې اړوند د باباجي ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس درېیو کسانو ته چې په قطاع الطريقۍ او غلا متهم وو؛ په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړل شوه.

ابتدائيه محکمې د يادو متهمينو له جملې دوه تنه پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزيري سزا او درېيم متهم پر اته مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري محکوم کړی و.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د يادې ولسوالۍ ولسوال، امنيه قوماندان، د استخباراتو مسؤول د نورو ادارو مسؤولینو او عامو هېوادوالو ګډون کړی و.

غونډه کې د یادې محکمې قاضي او علماء کرامو د موضوع اړوند مهمې خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې ياده پرېکړه د هلمند د مرافعه محکمې، د جنوب غرب زون د تميز عالي ریاست او د سترې محکمې د قضائي معاونيت له تائيد وروسته تطبيق شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی