د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۱۲۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۹۳۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۳:۴۲
د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۱۲۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۹۳۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو او د وثايقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۱/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۳۰ /۷ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۱۲۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۹۳۶) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د جزائي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې د جزائي دوسیو په برخه کې (۱۴۸۸) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د مدني دوسیو په برخه کې: 
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې د مدني دوسیو په برخه کې (۶۶۵) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د تجارتي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې د تجارتي دوسیو په برخه کې (۹۷۰) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د وثیقو په برخه کې:
د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت آمریتونو او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (۳۹۳۶) بېلابېلې وثیقې اجرا‌‌ کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی