د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۴۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۱) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۴:۳۷
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۴۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۱) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتداٸيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۳۴۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۱) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۱۱۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۵۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۷) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۱) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د روزګان ولايت ابتدائیه محاکمو د مسئولینو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

د روزګان ولايت دهراود او خاص روزګان ولسواليو ابتدائیه محاکمو د مسئولینو په ترغيبي هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۰مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي) د معرفت غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي)، په ۲۷/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې، د یاد ولايت د محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته، معرفي او رسمًا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو ۷۵ کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده‌کړې اوږدمهاله ښوونیز پروګرام پیل شو

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې او اجراآتو ارزونې ریاست له لوري، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او روزنیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د روان ۱۴۴۸هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی