د زابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۱۳
د زابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس محترم مفتي موسی کليم (برهاني) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس خبرې وکړې وويل، د حاضرۍ پابندي کوئ، له اړتیا پرته غير حاضري مکوئ او که کوم کس ته اړين کار پيدا شو، خپل رئيس ته خبر ورکوئ.
د غونډې په دوام د تعزیري سزاګانو لپاره د ځای پر انتخاب، د تعزیري سزاګانو پر مهال د امنيت ساتنې او په نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائیوي چارو رياست لپاره نوی رئيس او مرستيال معرفي شول

نن ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۹مه نېټه، د یوې غونډې په ترڅ کې محترم ملا نجیب الله رفیع د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو د نوي رئیس په توګه او محترم مولوي مطیع الله. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۹
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته پلار ته د ښکنځلو او سپکاوي په جرم؛ په ۱۷/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان ياد مجرم په پنځه میاشتې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۱۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۱۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې څخه ۱۷ /۸ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۱۸) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی