د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۵۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۳۳
د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۵۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۱۵۱) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونيو کې (۲۷) نکاح خطونه، (۵۱) قبالې، (۹) زوجيت خطونه او (۵۶) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
 د سندونو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونيو کې (۵۹) نکاح خطونه، (۱۹) قبالې، (۷) زوجیت خطونه او (۹۶) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۵۵) نکاح خطونه، (۷) قبالې، (۱۸) زوجيت خطونه او (۱۱۷) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونيو کې (۶۷) نکاح خطونه، (۲۶) قبالې، (۵) زوجیت خطونه او (۴۷) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۱۲) نکاح خطونه، (۸) قبالې، (۱۹) زوجیت خطونه او (۱۱۱) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونيو کې (۷۷) نکاح خطونه، (۱) قباله، (۷) زوجيت خطونه او (۵۰) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائیوي چارو رياست لپاره نوی رئيس او مرستيال معرفي شول

نن ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۹مه نېټه، د یوې غونډې په ترڅ کې محترم ملا نجیب الله رفیع د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو د نوي رئیس په توګه او محترم مولوي مطیع الله. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۹
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته پلار ته د ښکنځلو او سپکاوي په جرم؛ په ۱۷/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان ياد مجرم په پنځه میاشتې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۱۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۱۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې څخه ۱۷ /۸ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۱۸) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی