د پکتيا ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۱:۲۶
د پکتيا ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتیا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي محمد رحیم (نعماني) په مشرۍ؛ د ابتدائیه محکمې د دېوانونو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه شوه.
غونډه د شیخ نور بادشاه (انس) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د اجنډا د موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وشو، د قضائي او اداري چارو د لا ښه‌والي په موخه د مسؤولینو نظرونه واورېدل شول او په اړه يې اړینې لارښوونې وشوې.
د غونډې په دوام د قوانینو، طرزالعملونو او اداري نظم د مراعاتولو پر اهمیت ټینګار وشو.
دغه راز د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس ګډونوالو ته لاندې سپارښتنې وکړې:
1.    ټول قضائي او اداري کارکوونکي باید ځانونه په مسنونه طریقه برابر کړي، د لمانځه او نورو الهي اوامرو پابندي وکړي.
2.    ټول متحدالمآلونه باید په دقیقه توګه مطالعه شي او د هغو مطابق اجراآت وشي.
3.    راجع شوي مکتوبونه باید په ټاکلي وخت سره ځواب شي او اړوندې مرجع ته ولېږل شي.
4.    په رسمي وخت کې د خلکو کارونو ته پوره پاملرنه وکړئ، تر څو د خلکو کارونه د عاليقدر امیرالمؤمنين (حفظه‌الله تعالی) د فرمان مطابق حل او فصل شي.
5.    ټولې دوسیې باید په دقیقه توګه مطالعه او وڅېړل شي، املایي او نور تېروتنو ته یې باید پوره پاملرنه وشي.
د غونډې په پای کې د ټولو علماء کرامو او کارکوونکو نظرونه واورېدل شول او غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د. . .

بیا په خبرونو کی