د سترې محکمې د پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۳:۴۵
د سترې محکمې د پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق په دويمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه سرته رسولي دي:
1-    په دویمه ربعه کې د پلان او پالیسۍ ریاست د میاشتنيو او ربعوار راپورونو له مخې، د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو په شمول د ۳۴ ولایتونو د مرافعه محاکمو، ښاري ابتدائیه محاکمو او ولسوالیو ابتدائیه محاکمو راپورونه راټول او وروسته له توحید، اړوندو ادارو ته د اجراآتو په موخه لېږل شوي. دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت د حقونو په اړه ځانګړي راپورونه هم په ټاکل شویو وختونو کې راټول، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو د اورېدو وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست، د سترې محکمې د محترم عالي مقام دفتر او اداري معاونیت ته د بعدي اجراآتو په موخه لېږلي دي.
2-    په دویمه ربعه کې د پلان او پالیسۍ ریاست د ۳۴ ولایتونو د مرافعه محاکمو د یوې ربعې د حاضرۍ راپورونه (میزان، عقرب، قوس) راټول او له توحید وروسته یې اړوندو ادارو ته د بعدي اجراآتو په موخه لېږلي دي.
3-    په دویمه ربعه کې د پلان او پالیسۍ ریاست د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د ریاست الوزراء عالي مقام د ۶۵ قطعه احکامو راپورونه راټول او له ترتیب او توحید وروسته یې له اړوند مقاماتو سره د بعدي اجراآتو په موخه شریک کړي دي.
4-    په دویمه ربعه کې د پلان او پالیسۍ ریاست د قضائي اجراآتو راپور، چې د ۱۴۰۴ کال له درېیمې ربعې سره سمون لري، د تمیز اړوند د (۱۰) دېوانونو، مرافعه محاکمو، ښاري ابتدائيه او ولسوالیو ابندائیه محاکمو (۳۴ ولایتونه) او د حقوقو آمریتونو اجراآت په جلاجلا جدولونو کې ترتیب، د سترې محکمې اړوند معاونیتونو، ریاستونو او د چارو ادارې محترم لوی ریاست ته یې د وروستیو اجراآتو په موخه لېږلي دي.
5-    په دویمه ربعه کې د پلان او پالیسۍ ریاست د اداري سلسلې او د اقتصاد وزارت غوښتنې ته په پام سره د سترې محکمې د پراختیايي پروژو د پرمختګ، خنډونو او ستونزو راپورونه د ۱۴۰۴ مالي کال د لومړۍ، دويمې او درېيمې ربعې لپاره ترتیب او وزارت ته لېږلي دي.
6-    په دویمه ربعه کې د پلان او پالیسۍ ریاست له خوا د قضاتو لپاره د شلو (۲۰) استوګنیزو کورونو د جوړولو پروژه په اړوند ساحه کې په دوامداره توګه تر څارنې لاندې ده او د پرمختګ راپورونه یې په ټاکلي وخت اړوندو مقاماتو ته وړاندې کېږي. همدارنګه، د یادې پروژې د پخواني قرارداد له لغوه کېدو وروسته د حساب ورکولو بهیر او د ساختماني موادو لابراتواري ازموینې او څارنه ترسره شوې ده.
7-    په دویمه ربعه کې د پلان او پالیسۍ ریاست د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست پورې اړوند د نیمه ‌کاره دوه منزله مدرسې او سپټیک څاه د بیا رغونې پروژه او همدارنګه د کابل ښاري ابتدائیه محکمې لپاره د مسجد د سایه‌بان او جنراتوار د جوړولو پروژه په دوامداره توګه څارلې او د پرمختګ راپورونه یې پر وخت اړوندو مسؤولينو ته سپارل کېږي.
8-    په دویمه ربعه کې د پلان او پالیسۍ ریاست د سترې محکمې په انګړ کې د نظامي منسوبینو لپاره د دوه منزله ودانۍ او تهکوي د جوړولو پروژه تر څارنې لاندې نيولې ده او د کانکریټ او فولادي سیخونو تخنیکي ازموینې په لابراتوار کې ترسره شوې.
9-    په دویمه ربعه کې د پلان او پالیسۍ ریاست د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مخزن لپاره د نوي ځای نقشه او برآورد ارزولی دی او د ساحې عملي څارنه يې ترسره کړې، چې د سترې محکمې د اداري معاون په ګډون یو پلاوي د یادې سیمې د بیا رغونې بهیر له نږدې څارلی دی.
10-    په دویمه ربعه کې د پلان او پالیسۍ ریاست د ابتدائيه محکمې د ترانسپورت آمریت لپاره د ورکشاپ د جوړولو پروژه په منظم او دوامداره ډول تر څارنې لاندې نيولې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی