د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور
د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي:
۱ـ په دویمه ربعه کې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا هره ورځ د ماسپښین تر لمانځه وروسته د سترې محکمې د ټولو ریاستونو کارکوونکو ته د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا د ورکړل شوي درسي نصاب مطابق، نیم ساعت تدريس شوی دی.
۲ـ په دویمه ربعه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمان مطابق د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، فرمانونو، حکمونو، هدایاتو او لارښوونو جریده، د لارښوونې کتاب، د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې، د لمانځه د اقامې په اړه فرمان او توصیې او د بدو رواجونو د مخنیوي په اړه فرمان تدریس شوي دي.
۳ـ په دویمه ربعه کې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا په هره اونۍ کې دوه ځلې د سترې محکمې ټولو غړو ته اصلاحي بیان او د سترې محکمې د محافظتي قطعې مجاهدینو ته په بېلابېلو وختونو کې د نظامي درسونو اړوند کتابونو تدریس شوي دي.
۴ـ د دعوت او ارشاد ریاست لخوا په يوه ربعه کې درې ځله د سترې محکمې مرکزي ریاستونو نظارت شوی؛ په ترتيب سره هره ورځ د یوه ریاست څخه ليدنه شوې او هغوی ته د لا ښه فعالیتونو ترسره کولو لپاره نيکې سپارښتنې شوې دي.
۵ـ د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د سترې محکمې محترمو شیوخ کرامو، رئیسانو، آمرينو، قاضیانو او قضائي غړو ته په یوه ربعه کې درې مذاکراتي غونډې جوړې شوې دي.
۶ـ د دعوت او ارشاد ریاست لخوا په یوه ربعه کې درې ځله د کابل ولایت مرافعه، وثایقو، قضائي زده کړو، ښاري ابتدائیه، نشهيي توکو او نظامي محاکمو، د حقوقو عمومي ریاست او د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند منسوبینو نظارت شوی او هلته د اصلاحاتو په موخه ځانګړې جلسې جوړې شوې دي.
