د کندهار ولايت لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۳:۲۶
د کندهار ولايت لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کندهار ولايت لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل له امله رامنځته شوې موضوع، په ۲۸/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
د قتل یاده موضوع کې چې پر قاتل باندې د قصاص حکم شوی و؛ د ابتدائیه محاکمو مسؤولينو په هڅو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د مقتول کورنۍ سولې ته وهڅول شوه او دوی هم ومنله.
ورپسې د مقتول وارثينو قاتل ته بخښنه وکړه، د قاتل کورنۍ لخوا د مقتول وارثينو ته څه اندازه پيسې ورکړل شوې او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۱
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه میاشت کې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه میاشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۱۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت (۱۵) ولسوالیو ابتدائيه محاکمو ته سفر وکړ

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعيب)، د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي نصیراحمد (حقاني) او د جزا دېوان مفتي مولوي محمد اصغر په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د. . .

بیا په خبرونو کی