د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ د محاکمو د اداري چارو د لا بهبود په موخه غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۱۹
د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ د محاکمو د اداري چارو د لا بهبود په موخه غونډه وشوه

د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب په مشرۍ، د سترې محکمې د مرکزي اداري ریاستونو د ټولو رئیسانو په ګډون، نن دوشنبه (۲۶/۱۰/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د محاکمو د اداري چارو د لا بهبود، همغږۍ د تقویې او مرکزي ریاستونو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه غونډه وشوه.
یاده غونډه چې د سترې محکمې د عالي مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالوکیل (حقاني)، د حقوقو عمومي رئیس الحاج مفتي محمدابراهیم جان (ابوالحفاظ)، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس الحاج مولوي کریم الله (زاهد)، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس الحاج مولوي سیف الله (آغا)، د اداري معاونیت د دفتر رئیس مولوي عبدالمتین (صمیم)، د مقام د تحریراتو رئیس الحاج مولوي محمد اکبر (فرید)، د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس مولوي عبدالرحیم (راشد)، د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي محمد جمعه (فیضاني)، د دعوت او ارشاد رئیس حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي)، د مالي او حسابي چارو رئیس ملا محمود (آخوند)، د اداري چارو رئیس سید مجیب الله (ځل)، د ظرفیت لوړونې او ارزونې رئیس الحاج حافظ نصیراحمد (صیاد)، د استخدام او سوانحو رئیس الحاج مفتي عبدالوارث (سعید)، د مرکزي تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس مولوي محمد سلمان (خاورین) او د سترې محکمې د امنیتي قطعې قوماندان الحاج ملا عزت الله (مدثر) پکې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د غونډې ګډونوالو د اداري چارو پر وخت ترسره کولو، له اړوند نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ د تقویې پر لارو چارو، سلسله مراتبو مراعاتولو، حاضرۍ ته پر پابندۍ، یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې او هیئتونه ورته وټاکل شول. 
دغه راز د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو ټولو مسؤولینو، د سترې محکمې له محترم اداري مرستیال سره د اړوند ریاستونو اړتیاوې او د اداري چارو د لا بهبود په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د سترې محکمې اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) د مرکزي ریاستونو مسؤولینو ته ډاډ ورکړ، چې د محاکمو د چارو د لا بهبود او هېوادوالو ته د غوره او پر وخت خدماتو وړاندې کولو په موخه به یې ټولو اړتیاوو او ضرورتونو ته رسېدنه وکړي.
محترم شیخ صاحب د ناستې ګډونوالو ته هدایت وکړ چې ورسپارل شوي مسؤولیتونه دې په ښه ډول ترسره کوي، وخت پر وخت د خپلو ماتحت کارکوونکو د چارو نظارت او مدیریت کوي، د مرکزي ریاستونو ترمنځ دې د اصولو په رڼا کې شته همغږي لا تقویه کړي او دغه راز دې له نورو اړوند امارتي ادارو سره ښې اړیکې جوړې کړي.
په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کارونو د چټکتیا، د شفافیت د تأمین او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو اړوند مهم موضوعات وڅېړل شول او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
دغه ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۱۹
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ د محاکمو د اداري چارو د لا بهبود په موخه غونډه وشوه

د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب په مشرۍ، د سترې محکمې د مرکزي اداري ریاستونو د ټولو رئیسانو په ګډون، نن دوشنبه (۲۶/۱۰/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د محاکمو د اداري چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په ميدان وردګ ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت سيدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور؛ نن دوشنبې (۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

په زابل ولایت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس په درې کاله تنفيذي بند او ۳۹. . .

بیا په خبرونو کی