په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه کاله او شپږـ شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې په دې پرېکړې یادو کسانو قناعت درلود.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس مفتي عبدالله (فرقاني)؛ قضائي غړو، د نورو امارتي ادارو مسؤولينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې د مدني دېوان رئيس مولوي عبدالصمد (فیاض) او نورو مسؤولينو د شرعي قانون د تنفیذ په اړه خبرې وکړې وویل، اسلام داسې دین دی چې په هغه کې د مسلمانانو مال او ځان خوندي وي، که هر چا د مسلمانانو مال او ځان ته زیان ورساوه، د شریعت په چوکاټ کې به خپله سزا ویني.
غونډه د مرافعه محکمې د رئيس لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د سندونو او وثیقو د ثبت آمریتونو له کارکوونکو سره وکتل

د کابل ولایت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس محترم مولوي سعید مختار (کریمي)، د سندونو او وثیقو د ثبت آمریتونو له اداري کارکوونکو سره د کارونو د لا ښه‌والي او مراجعینو ته د اسانتیاوو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت ابو المنذر (زاهدي) په مشرۍ يوه هيئت، چې د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مفتي محمد هارون (خطاب)، د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۳۱
Background image

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱. د قضاء او ولس (۴) خپرونې، ثبت، جوړې او د سترې محکمې د رسمي. . .

بیا په خبرونو کی