د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال د هلمند ولايت له محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۴
د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال د هلمند ولايت له محاکمو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدېځ زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامي معاونیت قضائي غړي مولوي محمدهاشم (الهام)، مفتي فضل الله (عاصم)، د جنوب لوېديځ زون قضائي تفتیش غړي شیخ محمد لعل، مولوي عطاء الرحمن، د جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست تجارتي دېوان مفتي مولوي مغفور الله او یو شمېر نورو غړو په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام مياشتې په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه، د هلمند ولايت له مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او اختصاصي محاکمو څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې قضائي مرستیال محترم شیخ نور الله (منیر) صاحب د هلمند ولایت ټولو قضائي، اداري، خدمتي او نظامي مسؤولینو سره په یوه غونډه کې وکتل.
محترم شیخ منیر صاحب د غونډې ګډونوالو ته د قضاء، مسؤولیت اداء کولو او په دنده کې د اخلاص اړوند مهمه وینا وکړه وویل، په محاکمو کې چې هر چاته کومه دنده او مسؤولیت ورسپارل شوی وي، هغه که په قضائي، اداري او یا هم امنیتي برخه کې وي، باید ټول په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره خپلو مسؤولیتونو ته رسېدنه وکړو، د مراجعینو ستونزې او موضوعات واورو او ورته د شرعي او قضائي اصولو په رڼا کې رسېدنه وکړو.
ورپسې قضائي مرستيال او ورسره مل هیئت د یادو ټولو محاکمو د ریاستونو، دېوانونو او ادارو څخه له نږدې لیدنه وکړه، د دوی چارې یې وکتلې، اړتیاوې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
د ليدنې په وروستيو کې د یادو محاکمو مسؤولینو له ورغلي هیئت څخه خوښي څرګنده کړه، چې د دوی حال اخلي، ستونزې یې اوري او د حل په موخه یې اړوند مراجعو ته سپارښتنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت (۱۵) ولسوالیو ابتدائيه محاکمو ته سفر وکړ

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعيب)، د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي نصیراحمد (حقاني) او د جزا دېوان مفتي مولوي محمد اصغر په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۵۶
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۴۷۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۷۸) دوسيو ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۹:۳۷
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۳۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۷/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۹ /۱ / ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۷۳۴) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی