د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۷۰) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۵۷
د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۷۰) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې (له ۱ /۱ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۱ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې د (۷۰) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون د ټولو هغو وثیقو د تصحېح لپاره د سترې محکمې عالي مقام پر هدایت جوړ شوی چې مخکې د کابل ولایت په ټولو محاکمو کې ترتیب شوې وي او یادو وثیقو د ترتیب پر مهال  په سمه توګه نه وي ډکې شوې، یا هم د وثیقو د ذی النفع شخص په نورو اسنادو کې د تغیراتو په راتګ سره د یاد شخص وثیقه تصحېح ته اړتیا ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵۶
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)، د دې محکمې د جزا دېوان مستشار محرر مولوي محمد صابر، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان مفتي مولوي محمد نعمان، د ښاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د دغه ولایت د دوو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه‎

د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شيخ غلام‌الله (عادل) د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مولوي عبدالسلام (مظهري) او مولوي محمد ویس (ویسا) په ملتيا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع. . .

بیا په خبرونو کی