د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په يوه مياشت کې (۱۳۴) نکاح خطونه، (۱۲۵) قبالې، (۲۷) زوجيت خطونه او (۱۴۰) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
 د سندونو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په يوه مياشت کې (۱۱۲) نکاح خطونه، (۲۳) قبالې، (۴) زوجیت خطونه او (۳۲۷) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په يوه مياشت کې (۳۷۱) نکاح خطونه، (۶۳) قبالې، (۲۵) زوجيت خطونه او (۲۶۳) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په يوه مياشت کې (۱۱۸) نکاح خطونه، (۴۴) قبالې، (۱۰) زوجيت خطونه او (۱۲۷) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په يوه مياشت کې (۲۳۷) نکاح خطونه، (۴۵) قبالې، (۱۳) زوجیت خطونه او (۱۹۰) نورې بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په يوه مياشت کې (۱۵۵) نکاح خطونه، (۳۶) قبالې، (۲۳) زوجيت خطونه او (۱۴۴) نورې بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د روزګان ولايت ابتدائیه محاکمو د مسئولینو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

د روزګان ولايت دهراود او خاص روزګان ولسواليو ابتدائیه محاکمو د مسئولینو په ترغيبي هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۰مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي) د معرفت غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي)، په ۲۷/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې، د یاد ولايت د محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته، معرفي او رسمًا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو ۷۵ کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده‌کړې اوږدمهاله ښوونیز پروګرام پیل شو

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې او اجراآتو ارزونې ریاست له لوري، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او روزنیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د روان ۱۴۴۸هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی