د کندوز زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۴:۳۰
د کندوز زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د کندوز اتم زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان قاري شفیع الله (مشفق) په ۶/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې قوماندانۍ مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پيل کړه.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله (آغا ذهین)، د پېژند عمومي مدیر مولوي نور محمد (قتیبه)، د اووم زون بلخ د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قومندانۍ قوماندان قاري محمد الدین (شهاب)، د کندوز زون د نظامي محکمې رئیس شیخ صانح الله (برخمند) او يو شمېر نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
یاده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله آغا ذهین وینا وکړه، نوي ټاکل شوي قوماندان ته يې د خپلو مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو او نوښتونو د رامنځته کولو په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او دوی ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په  مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
Background image

په کابل ولايت کې (۶۵) کیلو د انسان ویښتان وسوځول شول

د کابل ولایت اړوند د چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم (۶۵) کیلو د انسان ویښتان؛ په ۲۲ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
 یاده اندازه ویښتان د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نيول. . .

بیا په خبرونو کی