د کابل ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۳:۳۲
د کابل ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو رئیسانو په ګډون په ۲۳/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یادې محکمې مقام په دفتر کې اداري غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د نوي فرمان چې د مرافعه او ابتدائیه محاکمو اجراآتو په اړه په کې نوي هدایات شوي وو؛ د تطبیق په موخه بحث او خبرې وشوې.

د غونډې په دوام یاد پنځه ماده لرونکی فرمان تشرېح شو او مرافعه محکمې رئيس لخوا ځینې موارد په نښه شول، تر څو يې د تطبيق د لارو چارو په اړه د سترې محکمې له عالي مقام څخه لارښوونه ترلاسه کړي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو ته د مرافعه محکمې رئيس حقوقي دوسیو کې د مرافعه او تمیز غوښتنې موانع په ګوته کړل او وویل، کله چې یاد موانع موجود وي، نو دوسیه مرافعه یا هم تمیز ته د لېږلو مخکې په دوسیه کې د موجوده ستونزو او موانعو په اړه دې مرافعه محکمې ته تفصيلي راپور ورکړل شي.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس لخوا د دېوانونو رئیسانو ته هدايت وشو، چې د ماتحت کارکوونکو حاضرۍ ته دې جدي پاملرنه وکړي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د ننګرهار مرافعه محکمې مرستيال د حقوقو، وثایقو او اسنادو د ثبت او مخزن امریتونو منسوبینو ته له مراجعینو سره د ښه چلند سپارښتنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې مرستيال محترم مفتي امان الله (حقاني) او ورسره مل پلاوي په ۲۸/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ولایت د حقوقو، اسنادو د ثبت، وثایقو او مخزن آمریتونو څخه د لیدنې پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۳۸
Background image

د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند د ده سبز ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئیس محترم مفتي صفت الله (عباس)، د یادې محکمې قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۷ /۱۲ /۱۴۴۶. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۳۴
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۲۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې) پورې (۲۲۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۹). . .

بیا په خبرونو کی